ایکناخبری آژانس راپور راکړ دشمالی اروپا د قرائت،حفظ،مفاهیمو او آذان د سیالیو شپږم پړاؤ(د قرآن اروپائي سیالۍ) د ۲۰۲۳کال د فرورۍ له ۲۴تر ۲۶نیټې پورې د سویډ په اسلامی مرکز کې ترسره کیږي او له مختلفو اروپائي هیوادونو څخه قاریان او حافظان به پکې برخه واخلي.
ددغو سیالیو د څانګو او جزیاتو په باب تر دې د مه د سټاکهم دامام علی اسلامی مرکز له خوا نه دي اعلان شوي او د نامو ثبتول او نور اطلاعات به ډير ددغه مرکز په ویب سایټ اونورو ټولینزو چینلونو کې خپره شي.
تردې دمه په سویډ کې ددغو سیالیو پنځه پړاؤنه ترسره شوي دي او دپنځم پړاؤ پایزې دستورې د سټاکهم د امام علی(ع) اسلامی مرکز د غونډو په هال کې د غدیر خم اختر له جشن سره په یووخت ترسره شوي او په مختلفو څانګو کې د ګټونکو په معرفی کیدا سره ورته جایزې هم ډالۍ شوي وې.